چارواکي: د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري

چارواکي: د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان بانک وايي، چې د هېواد پولي بازارونه په دقت سره څاري او د بیو ثبات ساتلو لپاره اړینې کړنې ترسره کوي.

یاد بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې کړنو پر دوام د زړو بانکنوټونو د بدلولو پروسه هم پیل شوې او په تدریجي توګه به له پلان سره سم پلې شي.
د افغانستان بانک همدارنګه هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې په کافي اندازه بانکنوټونه د افغانستان بانک په واک کې لري او اړتیا په صورت کې به د هېواد د بازارونو او مالي ادارو افغاني او اسعاري اړتیاوې پوره کړي.

د دې حکومتي ادارې مسؤلین دا څرګندونې داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ کابل ښار کې یو ډالر په ۶۶.۶ افغانۍ پلورل کېده؛ چې دا وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې افغانۍ دومره د پام وړ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت پیدا کوي.

تړلي موضوعات