د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوي

د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوي بیارغونه او پراختیا
د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ناسته کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي. 

د اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر ویلي،چې بحث ته له وړاندې شویو ۲۷پروژو څخه د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور او د پاتې ۳ نورو قراردادونه د ارزونې په موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون او اړوند وزارتونو ته د هر اړخیزې څېړنې په موخه وړاندې شوي. 

د خبرپاڼې له مخې منظور شوې ۲۴ پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو،برېښنا شرکت او د کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو ته رسېږي. 

همداراز په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي. 

په ورته مهال د ملي تدارکاتو کمېسیون ویلي، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تړلي موضوعات