د کډوالو چارو وزیر: کوربه هېوادونو دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران بهرنیو چارو وزارت سلاکار محمد رضا بهرامي کابل کې د ایران سفیر او مل پلاوي سره د کډوالو پر وضعیت او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو خبرې کړې دي.
د کډوالو چارو وزارت د خبر له مخې دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره په چلن کې له لا زیات زغم کار واخلي او هغوی ته دې وخت ورکړی، څو په خپله خوښته هېواد ته راستانه شي.
مولوي عبدالکبیر ایراني لوري ته وړاندیز کړی، چې دواړه لوري باید ګډې ناستې ولري، څو د کډوالو بېرته راستنېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي په خبره یې، حکومت د هغو کډوالو لپاره چې ایران کې یې د اقامې قانوني موده پای ته رسېدلې قانوني اسنادو د برابرولو لپاره میکانیزم چمتو کوي، چې د پاتې کېدو قانوني زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د کډوالو لپاره د ۴۶ ښارګوټو طرحه جوړه چې په ځینو یې عملا کار روان دی.
ها خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت سلاکار او کابل کې د ایران سفیر د کډوال چارو وزیر ته د ایران د سفر بلنې تر څنګ غوښتنه کړې، تر سفر وړاندې دې د کډوالو د بېرته راستنېدو د څرنګوالي په اړه ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپله طرحه ورسره شریکه کړي.
د یادونې ده، دا مهال ایران کې ۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې یې ۴میلیونه قانوني اسناد نه لري او یا یې قانوني موده پای ته رسېدلې.