اوس مهال افغانستان کې په کلني ډول ۵ لکه ټنه مالګه استخراجېږي

اوس مهال افغانستان کې په کلني ډول ۵ لکه ټنه مالګه استخراجېږي بیارغونه او پراختیا
افغانستان کې د مالګې ذخیرې

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند همایون افغان حریت راډيو ته وايي، چې افغانستان کال کې ۳ لکه ټنه مالګې ته اړتیا لري؛ خو دمګړۍ هېواد کې په کلني ډول ۵ لکه ټنه مالګه استخراج کېږي.

همایون افغان زیاتوي، چې افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د بهرنیو هېوادونو مالګه افغانستان ته نه واردېږي او د خپلې وطني مالګې په معیاري پروسس به کار کوي.

یاده دې وي، چې د افغانستان تخار ولایت کې یوازې ۳۰۰ میلیونه ټنه معدني مالګې ذخیرې شتون لري، چې د مسؤلینو په خبره تر راتلونکو ۱۰۰۰ کلونو پورې بسنه کوي.

تړلي موضوعات