پنجشېر کې د پاکو اوبو رسولو ۵۰ پروژې پیل شوې
د پنجشېر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې د ۲.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو دغو پروژو کارونه تېره ورځ پیل شول.
پنجشېر کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي شېرعلي موزون د یادو پروژو د پرانېستي پر مهال ویلي، ۱۲۶ جوماتونو، ۶ کلینیکونو، ۲۴ ښوونځیو او یوې مدرسې ته د پاکو اوبو رسول دغو پروژو کې شامل دي.
يادې پروژې د اغاخان بنسټ په مرسته د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ په شتل، عنابه، رخه، حصه اول، پریان او بازارک ولسوالیو کې پلي کیږي، چې تر ۹ زرو زیاتې کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وروستیو څو ورځو کې په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې هم د سلګونه پراختیایي پروژو کارونه پیل کړي، چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.