د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې ته ځمکه ورکول کېږي

د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې ته ځمکه ورکول کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې ته ځمکه ورکول کېږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي، ډېر ژر به د ترکمنستان د ریل پټلۍ ادارې ته ځمکه په واک کې ورکړي. 

د اوسپنې پټلۍ له ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا بخت الرحمن شرافت په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر ته ډاډ ورکړی، چې په دې موخه یې هرات ته ټاکلې کمېټه استولې او د دې ولایت له والي سره په مشوره  به ژر ځمکه مشخصه او د ترکمنستان د ريل ادارې په واک کې ورکړي. 

خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دوامداره توګه د دوه اړخیزو اړیکو او ریلي همکاریو په پیاوړتیا خبرې کړې دي. 

دغه راز د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په دې هم ټینګار کړی، چې د هرات- تورغونډۍ بندر د انتقالاتو د تخلیې او بارګیرۍ په موخه د نویو هنګرونو او فرعي خطونو جوړولو لپاره په مشخصو شویو ساحو کې د عملي کار د پیل لپاره دې ژر تر ژره ځمکه مشخصه شي.

تړلي موضوعات