مسکو او کیف تور سمندرګي کې د اوربند هوکړه کړې
رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا په منځګړیتوب عربستان کې پرون سه شنبه له روسیې او اوکرایین سره دوه تړونونه لاسلیک شوي چې له مخې به یې تور سمندرګي کې په سمندري او انرژي زېربناوو بریدونه ودرول شي.
اژانس وايي، تر اوسه تور سمندرګي کې د دغه هوکړې عملي کېدو په اړه معلومات نه دي رسنیز شوي.
په ورته مهال واشنګټن ژمنه کړې، څو د مسکو پر وړاندې د ځینو بندیزونه په لرې کېدو کې هڅې ترسره کړي.
کرملین ویلي، چې سمندري اوربند پلې کېدل پر روسیې د ځینو بندیزونو لرې کېدو ته اړتیا لري څو په ډاډه توګه عملي شي.
همدا مهال د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په جلا یوه راپور کې ټینګار کړی، که مسکو دغه تړونونه مات کړي کیف اړ دی له واشنګټن وسلې وغواړي.