چین سره د سوداګرۍ په توازن او مستقیمو صادراتو خبرې شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره چین ته په مستقیم ډول صادراتو کې د اسانتیاوو او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر توازن خبرې اترې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې دواړو لوریو چین ته د افغانستان د جلغوزو، انارو، قیمتي ډبرو او نورو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي بحث کړی.
همداراز دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو او په ګډې کاري کمېټې په جوړولو هم هوکړه کړې.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت او چین ترمنځ د تربل هر وخت سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې شوې دي.