تېرو لس ورځو کې له ایرانه ۱۵ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېرو لس ورځو کې له ایرانه ۱۵ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
له ایران څخه هېواد ته بیرته راستنېدونکي افغان کډوال

د نیمروز ولایت ځایي مسئولین وایي، تېرو لس ورځو کې د نیمروز ورېښمو پله له لارې له ایرانه ۱۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

د نیمروز ولایت کمیسار مولوي نصرالله ویلي، بیرته راستنېدونکو کډوالو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي او له کومې ستونزې پرته هېواد ته راستنېږي.

دغه شمېر کډوال داسې مهال هېواد ته راستنېږي، چې پاکستان هم د روانې مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی، څو دغه هېواد پرېږدي.

بلخوا د ننګرهار کډوالو ریاست هم د کډوالۍ نړېوال سازمان استازو سره په ګډه ناسته کې، د بیرته راستنېدونکو کډوالو د نوې څپې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

تړلي موضوعات