امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني پر سر اعلان شوې جایزه لغوه کړې
حریت راډيو ته یوې معتبرې حکومتي سرچینې ویلي، چې امریکا د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او دوو نورو لوړ رتبه غړو پر سر اعلان شوې جایزې لغوه کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د کورنیو چارو وزیر سربېره د حافظ عبدالعزیز حقاني او حافظ یحیی حقاني پر سر هم د امریکا جایزې لرې شوې دي.
امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په سر ۱۰ میلیونه ډالر، د حافظ عبدالعزیز حقاني او حافظ یحیی حقاني پر سر پنځه پنځه میلیونه ډالر جایزې ټاکلې وې.
د امریکا له لوري دا ګام داسې حال کې اخیستل کېږي، چې وړمه ورځ اسلامي امارت د ښه نیت له امله یو امریکايي وګړی له بنده ازاد کړ، چې تازه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستانه د دې امریکايي بندي خلاصون په غبرګون کې وویل، چې دا د افغانستان او امریکا اړیکو برخه کې مثبت او رغوونکی ګام دی.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د امریکا یوه لوړ پوړي پلاوي کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره کتلي و او لیدنه کې ویل شوي و، چې دواړه لوري باید د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي.