د اوبو او انرژۍ وزارت: د اوبو کمښت په اړه د سور صلیب نړېوالې کمېټې راپور ناسم دی
د اوبو او انرژۍ وزارت د سور صلیب نړېوالي کمېټې هغه راپور چې افغانستان کې ۳۳میلیونه وګړي د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی رد او د هغوی شوې سروې یې د سوال وړ بللې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد رسنیو ته ویلي، دغې وزارت د اوبو کمښت مهار او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسي لپاره ګڼې پروژې پلې کړې او یا هم د پلي کېدو په حال کې دي.
نوموړي دا هم منلې، چې ښارونو په ځانګړي ډول کابل ښاریان څه ناڅه پاکو اوبو له ستونزو سره مخ دي، خو یاد وزارت د دې ستونزې د هواري لپاره لنډ او اوږدمهالي پروژې ترلاسه لاندې لري.
د یادونې ده، چې د سور صلیب نړېوالې کمېټې د اوبو نړېوالې ورځې په مناست په خپل راپور کې ادعا کړې، چې ۳۳میلیونه افغانان د څښاک، کرنې او د ژوند نورو اړتیاوو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي.