نورستان کې د درېیو کتابتونونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې
د نورستان ولایت ځایي مسئولینو خبر ورکړی، د یاد ولایت مرکز پارون، کانټیوا او واما ولسوالیو کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درې بابه کتابتونونو د ترمیم، بیارغونې چارې بشپړې او په تجهیزاتو سمبال شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نورستان د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي سیمع الحق حق بیان د یادو کتابتونونو د بډاینې او بیارغونې برخه کې د شانتي رضاکاره ټولنې فعالیتونه ستایلي دي.
نورستان کې دغه کتابتونونو د اطلاعاتو کلتور ریاست په همغږۍ د شانتي رضاکاره ټولنې له لوري ترمیم او بیارغول شوي دي.
د یادو کتابتونونو په بیارغونې سره ځوانانو ته د مطالعې ارام چاپېریال برابر شوی دی.
نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو له پام لوېدلی و، خو اسلامي امارت په راتګ سره یې د مهمو لارو جوړېدو سربېره په کې ګڼې هغه پروژې پیل شوې، چې د خلکو لومړیتوب دي.