د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۳۵۶ تنو ته لوړ شو!

د اسرائیلي اشغالګرو په تازه بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۳۵۶ تنو ته لوړ شو! نړۍ
پر غزې د اشغالګر اسرائیلو تازه بریدونو د قربانیانو شمېر

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري پر غزې تړانګې نني هوايي بریدونو کې د ۳۵۶ شهیدانو سربېره ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

الجزیره زیاتوي، چې د شهیدانو له ډلې ۱۰۰ یې یوازې ماشومان دي.

بلخوا اشغالګرو صهیونېستي ځواکونو ویلي، د بریدونو په مهال ۱۰۰ الوتکو د غزې په بمباریو کې برخه اخیستې.

اسرائیلي ولسمشر بینیامین نتنیاهو ویلي، چې دغه بریدونه یې له حماس څخه د پاتې بندیانو د خوشې کېدو او اوربند خبرو کې د نه پرمختګ له امله پیل کړي.

بلخوا سپینې ماڼۍ ویلي، چې امریکا د دغو بریدونو ملاتړ کړی دی او بریدونه د ټرمپ د ادارې په مشوره شوي دي.

د یادونې ده، چې د اسرائیلي اشغالګرو د دې بریدونو په غبرګون کې حماس جهادي غورځنګ ویلي، د نتنیاهو له لوري نني بریدونه به د پاتې اسرائیلي بندیانو برخلیک نامعلوم کړي.

تړلي موضوعات