پر غزې د اشغالګرو تازه بریدونه؛ ۲۰۰ تنه شهیدان شوي

پر غزې د اشغالګرو تازه بریدونه؛ ۲۰۰ تنه شهیدان شوي نړۍ
پر غزې تر اوربند وروسته د اشغالګرو د بریدونو نوې څپه

د اسرائیلو پوځ نن سه شنبه سهار وختي غزه کې د حماس جهادي غورځنګ پر وړاندې پراخ بریدونه پیل کړي.

د اشغالګرو پوځ ویلي، دغه عملیات یې د خپلو چارواکو په لارښوونه ټوله غزه کې پیل کړي دي.

اسوشېټیډ پرس خبري اژانس د غزې روغیتا وزارت له قوله خبر ورکړی، چې دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د اوربند غځولو او بندیانو خوشې کولو لپاره روانو خبرو کې د نه پرمختګ له کبله یې د بریدونو امر کړی دی.

بلخوا بیا حماس خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو نوي بریدونه له اوربنده ښکاره سرغړونه ده او د یرغمل شویو کسانو برخلیک له ګواښ سره مخ کوي.

دغه بریدونه داسې مهال کیږي، چې قطر کې د حماس او اشغالګرو ترمنځ د اوربند دویم پړاو لپاره خبرې روانې دي، خو اسرائېلو وار دمخه سرغړونې پیل او د جګړې نوی پړاو یې پیل کړ.

تړلي موضوعات