سختې بړبوکۍ امریکا کې لسګونه کسان وژلي

سختې بړبوکۍ امریکا کې لسګونه کسان وژلي نړۍ
امریکا کې راغلې بوړبوکۍ

اېن بي سي نیوز وايي، بړبوکۍ د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټیکساس، اکلاهما، کانزاس او میسیسیپي  ایالتونو کې رامنځ ته شوې او لږ ترلږه یې ۳۴ کسان وژلي او دروند مالي زیان یې اړولی.

تر ټولو زیات ټپیان چې شمیر یې ۲۹ کسانو ته رسېدلی په ارکانزاس ایالت کې دی، دا احتمال هم شته چې د زیان ګراف تر دې نوره هم لوړ شي.

سرچینې وايي، د یکشنبې تر شپې د بادونو له امله ۲۵۰ زره خلک له برېښنا بې برخې شوي دي.

راپورونه وايي، د بړبوکۍ لومړۍ پېښه د تېرې جمعې په شپه ټکساس ایالت کې د موټرو د لګېدو له امله رامنځته شوه چې درې تنه پکې مړه شول.

په یو شمېر ایالتونو کې د باد سرعت ۱۳۰ کیلومتره پر ساعت او ځینو کې ۶۰ کیلومتره پر ساعت ښودل شوی.

تړلي موضوعات