د افغانۍ ارزښت لوړېدا؛ نن یو ډالر ۶۶.۶ افغانۍ کېږي
د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی؛ نن کابل کې یو ډالر په ۶۶ اعشاریه ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.
دا په وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د افغانۍ ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې دومره د پام وړ لوړېږي.
بلخوا هېوادوال له حکومت بازارونو کې د خوراکي او غیري خوراکي توکو د نرخونو کنټرول غوښتنه کوي.