د هوایي دهلېزونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
افغانستان روان کال د کابل، کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه صادرات او واردات اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي امارات، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سویلي افریقا، المان، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.
ویل کیږی د ۲۹۵ میلیونه ډالرو له ډلې یې ۱۲۸ میلیونه ډالره صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالره یې واردات تشکیلوي.
سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو عمده برخه وچه مېوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، توره جلغوزه او لاسي صنایع او وارداتو کې بیا درمل او برقي توکي تشکیلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له لوري سوداګرو ته د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کېدو وروسته بېلابېلو هېوادونو ته د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان راکړه ورکړه زیاته شوې ده.