غزه کې د اسرائیلو هوایي برید کې ۹ تنه شهیدان شوي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د غزې بیت لاهیا ښار کې د اشغالګرو اسرائیلو په هوایي برید کې ۹تنه شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه برید د بشري مرستو د وېش په یوه موټر شوی، چې خبریالان یې هم د خبري پوښښ لپاره ورغلې وو.
دغه هوایي برید داسې مهال شوی، چې قطر کې د حماس جهادي غورځنګ او اشغالګر اسرایئلو ترمنځ د اوربند دویم پړاو خبرې روانې دي.
که څه هم حماس تر اوسه دې برید ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې اعلان وکړ چې یو ژوندی او څلور جسدونه به مقابل لوري ته وسپاري.
دا په غزه کې د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند لومړي پړاو وروسته لومړی هوایي برید دی، چې د صهیونیستانو له لوري ترسره کېږي.
غزه کې د اوربند لومړي پړاو کې حماس جهادي غورځنګ د شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو د خلاصون په بدل کې ۳۳ اسرائیلي اسیران خوشي کړل.