د ځانګړو ځواکونو فرقې پنځمې دورې څخه ۵۱۳ تنه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو فرقې له پنځمې ښوونیزې دورې څخه ۵۱۳ تنه فارغ شول.
د خبر له مخې دغو فارغینو ته څلور میاشتنۍ عقیدوي، ځانګړي سخت کمانډویي او پرمختللې پوځي زده ورکړل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري محمدفصیح الدین فطرت د فراغت دغو مراسمو کې ویلي، ستاسو بریاوو، مسلکي وړتیا او رزمي نمایشونو د دښمنانو په زړونو کې وېره اچولې او دا هیله یې د تل لپاره له لاسه ورکړې، چې اسلامي نظام په شتون کې به خپلو کرغېړونو موخو ته سېږي.
نوموړي ویلي، د کفر او اشغال تر ماتې وروسته اوس په ټولو فرض ده، چې د اسلامي نظام د بقا او هېواد ساتنې لپاره د دښمنانو په پر وړاندې مبارزه وکړو.
بلخوا تازه فارغ شویو مجاهد کمانډویانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی.