د کډوالو نړېوال سازمان په جبر د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه ښودلې
افغانستان کې د کډوالو نړېوال سازمان مرستیالې موتیا مسکون د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو په اېستنې اندېښنه ښودلې.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې موتیا مسکون روان کال کې د یاد سازمان کاري پلان له دوی سره شریک کړی او په جبري ډول یې د کډوالو په اېستل کېدو اندېښنه ښودلې.
نوموړي ویلي، هوډ لري کډوالو ته د اړینو نغدي او غیرنغدي مرستو رسولو سربېره له پاکستانه د کډوالو د نوې لړۍ له پیل وړاندې د اغېزمنو مرستو په موخه اسلامي امارت سره همغږي زیاته کړي.
ها خوا د کډوالو چارو وزیر هم د کډوالو او داخلي بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې او اغېزمنې بللې دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې اسلامي امارت په دایمي ډول د کډوالۍ ستونزې د حل هڅې کوي او کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو یې د اړوند مرستندویه بنسټونو په همکاریو ټینګار کړی.
د کډوالو نړېوال سازمان داسې مهال په جبر د کډوالو اېستلو ته اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د روانې مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ورکړې ده.