له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه ټاکل شویو کمېټو لومړنۍ ناسته کړې

له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه ټاکل شویو کمېټو لومړنۍ ناسته کړې سوداګرۍ او اقتصاد
له ایران سره د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه ټاکل شویو کمېټو لومړنۍ ناسته کړې

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو ګډو کمېټو لومړنۍ ناسته ترسره او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخوالي او په دغه برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه د مخکینیو هوکړو په اړه خبرې شوي.

داقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناستې چې د دواړو هېوادونو په سرحدي ګمرکونو کې ترسره شوې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه د دواړو لورو تر منځ هوکړه شوې، چې د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته د درېیو سرحدي ګمرکونو ترمنځ دې کاري وخت له ۸ ساعتونو څخه ۱۶ ساعتونو ته زیات شي.

په همدې حال کې په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې ناسته کې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په موخه پریکړه شوې، چې په ورځني ډول دې د بار وړونکو موټر شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ موټرو ته لوړ شي.

همداراز په دې ناسته کې د ایران په باروړونکو موټرو د شل ورځني بندیز پر لرې کېدو سربیره د سوداګرۍ د ودې په موخه ځیني ټاکل شوي فیسونه هم لغوه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به ایراني لوري له بار وړونکو موټرو څخه ۱۰۴ ډالره او افغان لوري بیا ۵ زره افغانۍ د خاک پولي فیس په توګه ټولولې، چې اوس مهال د یادو فیسونو اخیستل منع شوي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ایران ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رسمي سفر پرمهال له ایراني چارواکو د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې د زیاتوالي په موخه د شویو هوکړو د تعقیب لپاره کمیټې تشکیل او په کار پیل وکړ.

تړلي موضوعات