د کابل ریشخور لبنیاتو فابریکې د بیافعالېدو قرارداد لاسلیک شو

د کابل ریشخور لبنیاتو فابریکې د بیافعالېدو قرارداد لاسلیک شو سوداګرۍ او اقتصاد
د کابل ریشخور لبنیاتو فابریکي د قرارداد لاسلیک نرالسم

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ریشخور لبنیاتو فابریکې د بیافعالېدو قرارداد له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شو.

د کرنې او مالدراۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د دې قرارداد د لاسلیک پر مهال ویلي، دغه فابریکه د مالدارانو د ملاتړ، کاري فرصتونو رامنځته کېدو، د لبنیاتو د تولید پراختیا او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړه شوې.

نوموړي ویلي، قراردادي شرکت به د قرارداد مطابق د کابل، لوګر، میدان وردګو او نورو ولایتونو څخه شيدې راټولوي او پروسس کوي، څو افغانستان د لبنیاتو برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د میلکو قراردادي شرکت مسئولینو ویلي، دې برخه کې به پانګونه نوره هم زیاته کړې او راتلونکي کې به د هېواد په څلور زونونو کې د لبنیاتو د پروسس فابریکي جوړې کړي.

د ریشخور لبنیانو فابریکه په یو وخت د ۴۰ لیټره او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰زره لېټرو شیدو د پروسس ظرفیت لري چې ترې ۱۲ ډوله لبني محصولات تولیدیږي.

یاده دې وي چې دا فابریکه د ۱۰ کلونو لپاره د میلکو شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې ده.

تړلي موضوعات