پر ځینو وارداتي خوراکي او غیر خوراکي توکو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده

پر ځینو وارداتي خوراکي او غیر خوراکي توکو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده سوداګرۍ او اقتصاد
پر ځینو وارداتي خوراکي او غیر خوراکي توکو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري د تعرفي کمېټې په پنځمه جلسه کې پر ځینو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده. 

یاد وزارت ویلي، چې په دې تړاو په پنځمه جلسه کې یې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ او سوداګري او د دولت عوایدو زیاتوالي  په موخه او د سوداګرو او صنعت کارانو په غوښتنه پرېکړه  کړې، چې پر ځینو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفه لوړه کړي. 

د دغې پرېکړي په اساس رومي بانجانو کیچيب ګمرکي تعرفه له ۱۰  سلنې څخه ۳۰ سلنې ته، د کالو مینځلو پوډر پر سر ګمرکي تعرفه له ۱۲ سلنې څخه ۱۶ سلنې ته، د اورلګیت پر سر له ۵ څخه ۱۰ سلنې ته، د لاسانې تختې پر سر ګمرکي تعرفه له ۵ څخه ۸ سلنې ته لوړه کړې ده.  

دغه راز د اوسپنیز میخونو ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۱۲سلنې ته، د اغزن تار ګمرکي تعرفه له ۸ څخه ۱۶سلنې ته، د ډیجیټلي ترازو تعرفه له ۲.۵ څخه ۵ سلنې ته، د ترېشل ماشینونو پر سر تعرفه له ۱۶څخه ۲۰ سلنې ته او د ژوندي چرګانو پر سر ګمرکي تعرفه له ۲۰ څخه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې په یادو سوداګریزو اقلامو داسې مهال ګمرکي تعرفه لوړېږي چې یاد شوي توکي په هېواد کې دننه هم تولیدیږي او د خلکو اړتیاوي پوره کولای شي.

تړلي موضوعات