هر څوک چې د ملکیانو په وژنه کې لاس ولري سزا به ورکړل شي

هر څوک چې د ملکیانو په وژنه کې لاس ولري سزا به ورکړل شي نړۍ
د سوریې اوسنی حاکم احمد الشرع الجولاني

د سوریې نوي دولت مشر احمد الشرع ویلي، هر څوک چې له خپل واک څخه په ناوړه ګټې اخېستنې د ملکیانو په وژنه کې رول ولري سزا به ورکړل شي.

رویټزر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوریې حکومت او بشار الاسد طرفداره پاڅون کوونکو ترمنځ لا هم جګړه دوام لري، تر اوسه تر زر تنو زیات کسان په کې وژل شوي دي.

دغه نښتې سوریې سواحلو او لاذیقه، جبله او بانیاس سیمو کې دوام لري، چې ډېری وژل شوي یې د بشار الاسد رژيم پلویان علویان دي.

رویټرز همداراز ویلي، پاڅون کوونکو په عامه تاسیساتو بریدونو د برېښنا او اوبو قطع کولو سره سوریه کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

په ورته مهال د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چاته به اجازه ورنه کړي چې سوریه یوې بلې جګړې او بحران سره مخ کړي.

تړلي موضوعات