پر غزه د برېښنا پرې کولو پرېکړه اجتماعي سزا او جنګي جرم دی
د حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو له لوري پر غزې د برېښنا پرې کولو پرېکړه غندلې او هغه یې ټولنیزه سزا او جنګي جرم ګڼلی دی.
حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، غزې ته د خوراکي توکو، درملو او اوبو بندولو وروسته د برېښنا پرې کولو پرېکړه په کلکه غندي.
د الجزیرې د خبر له مخې د اشغالګرو اسرائیلو د انرژۍ وزیر غزې ته د برېښنا د لېږد د ژر تر ژره پرې کولو امر کړی.
اسرائیلي اشغالګرو غزې ته د خوراکي توکو، درملو، پاکو اوبو او مرستو تر بندولو وروسته د برېښنا پرې کولو پرېکړې سره غواړي پر حماس فشار راوړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي فرانسیسا البانیس هم د اسرائیلو دغه پرېکړه غندلې په خبره یې، هغه هېوادونه چې لا هم اسرائیلو سره مرسته کوي له دغه رژیم سره په نسل وژنه کې شریک دي.
د یادونې ده اسرائیلو له یوې اونۍ راهیسې غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده.