سوریه کې د اسد پاتې شونو پاڅون ځپل شوی؛ ۷۰ تنه له منځه وړل شوي

سوریه کې د اسد پاتې شونو پاڅون ځپل شوی؛ ۷۰ تنه له منځه وړل شوي نړۍ
سوریه کې د اسد رژیم پاتي شونو او نوي حکومت ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

تېره شپه سوریه کې د بشارالاسد پاتې شونو او درزیانو لخوا په درعا او لاذیقه سیمو کې پاڅونونه شوي دي، چې د سوریې نوي دولت ځواکونو لخوا ځپل شوي او جګړه کوونکي له منځه وړل شوي.

د سوریې دولتي اژانس سانا خبر ورکړی، چې د احمد شرع په مشرۍ د نوي حکومت امنیتي ځواکونه د اسد کورنۍ د اعتبار وړ شخص او د اسد رژيم د هوایي ځواک پخواني چارواکي جنرال ابراهیم حویجه په نیولو بریالي شوي دي.

د سوریې دولتي اژانس سانا د راپورونه له مخې د سوریې درعا او لاذیقه ولایتونو کې درزیانو او د بشار الاسد پاتې شونو په جګړې لاس پورې کړی.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، جبالیه کې د سوریې امنیتي او بشار الاسد رژیم پاتې شونو ترمنځ سخته جګړه کې د پاڅون کوونکو ۷۰ تن وژل شوي دي.

دې بنسټ ویلي، دغو نښتو کې د اسد رژیم لسګونه تنه نور ټپیان او ګڼ یې ژوندي نیول شوي دي.

راپورونه کاږي چې د جګړې د کابو کولو لپاره د ادلب او حلب څخه تازه دمې ځواکونه د لاذیقه ښار ته روان شوي دي.

د راپورونو له مخې تر دې مهال د دواړو لوریو ترمنځ د سوریې نوي حکومت ۱۵تنه امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

تړلي موضوعات