د بُست کلا او تاریخي ششک د تخریب شویو ځایونو د جوړونې چارې به راتلونکی کال پیل شي

د بُست کلا او تاریخي ششک د تخریب شویو ځایونو د جوړونې چارې به راتلونکی کال پیل شي بیارغونه او پراختیا
د بُست کلا او تاریخي ششک د تخریب شویو ځایونو د جوړونې چارې به راتلونکی کال پیل شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې ریاست پلاوي د هلمند ولایت د بست کلا د بیارغونې د لګښت اټکل کېدو په موخه څارنه او لیدنه کړې.

د دغې  پلاوي مشر او د کلتور او ګرځنډوی امر محمد حنیف ویلي، په هلمند کې د بست کلا تر څنګ ګڼو نورو تاریخي سیمو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د غصب مخنیوی یې شوی دی.

په همدې حال کې ښاغلي حنیف زیاته کړې، چې د بُست کلا او تاریخي ششک د تخریب شویو ځایونو د جوړونې چارې به په راتلونکي ۱۴۰۳ مالي کال کي پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې یې دې ته ورته د نورو تاریخي ځایونو، لکه سلطان مسعود او سلطان محمود تاریخي قصرونو د ترمیم اوجوړونې په موخه هم څارنه ترسره کړي. 

د یادولو ده چې د یادو تاریخي ځایونو په رغولو سره به دې ولایت ته زیات شمېر داخلي او بهرني سیلانیان جذب شي.

تړلي موضوعات