ټولې دولتي ادارې د پانګونې پروسس چټګتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي

ټولې دولتي ادارې د پانګونې پروسس چټګتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
ټولې دولتي ادارې د پانګونې پروسس چټګتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له بهر میشتي افغان سوداګر عبدالقادر ودان سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له سوداګرو او پانګوالو څخه پوره ملاتړ کوي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی چې دولتي ادارې د پانګونې پروسې چټکتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او د پانګوالو او سوداګرو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالقادر ودان په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کاري فرصتونو او ظرفیت لوړېدو په موخه په هېواد کې د بورې تولید کارخانې د جوړولو په برخه کې د پانګونې خبر ورکړی دی.

ښاغلي ودان زیاته کړې، په نږدې راتلونکې کې به له بهره معیاري ماشینري را وارد کړي چې کروندګرو ته به د مستقیمې ګټې تر څنګ نورو هېوادوالو ته هم کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

تړلي موضوعات