د کاناډا لومړی وزیر: د ټرمپ له لوري د سوداګریزو تعرفو لوړول لېونتوب ده
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري سوداګریزو توکو د تعرفو لوړولو ته په غبرګون کې دغه اقدام لېونتوب او سوداګریزه جګړه بللې ده.
ټروډو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، کاناډا به هم د امریکا په وارداتي توکو ۲۵سلنه تعرفه لوړه کړي.
په ورته مهال د مکسیکو ولسمشر هم د تعرفو لوړولو ته په غبرګون کې ویلي، ډېر ژر به امریکا ته متقابل ځواب ورکړي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د کاناډا لومړي وزیر خبرو ته په غبرګون کې ویلي، د کاناډا والي ته ووایاست کله چې په امریکا ځوابي تعرفې وضع کوي، زموږ متقابلې تعرفې به نورې هم لوړې شي.