پاکستان کې ښځې پر ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې؛ ۵ پوځیانو ته مرګ ژبله اوښتې
پاکستاني رسنیو ویلي، د پاکستان بلوچستان کې یوې میرمنې چې په ځان پورې یې بمونه تړلي و، د نظامي موټرو په کتار یې چاودنه وکړه.
پولیسو ویلي، دغه چاودنه د قلات ولسوالۍ اړوند ملغزۍ سیمه کې پرون دوشنبه وروسته له غرمې شوې او د سرحدي ځواکونو د قومندان موټر پکې په نښه شوی او بشپړ یې ویجاړ کړی خو قومندان ژوندی دی.
اردو نیوز وايي، د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
شنونکي په هغه هېواد کې پر امنیتي وضعیت کلک اندېښمن دي وايي، پاکستان د سختو جګړو له امله د سقوط پر ژۍ دی.
څه موده وړاند پاکستان کې یو څېړنیز مرکز چې د مرګ ژوبلې ارقام خپروي ویلي و، چې تېر او روان کال پیل د پاکستاني ځواکونو لپاره ښه نه و په خبره یې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په میاشت کې په امنیتي ځواکونو ۷۹ بریدونه شوي و چې له امله یې لسګونه پوځیان وژل شوي.