بغلان کې د بورې فابریکې بیرته خپل فعالیت پیل کړ

بغلان کې د بورې فابریکې بیرته خپل فعالیت پیل کړ سوداګرۍ او اقتصاد
د بغلان ولایت بورې تولیدي فابریکه

د بغلان ولایت د بورې فابریکې مسئولینو ویلي، له اوږده ځنډ وروسته یې بیرته خپل فعالیت پیل کړی.

د دې فابریکې اجرائیوي رئیس ډاکتر نجیب الله دوراندیش ویلي، د فابریکې تر ترمیم او بیارغونې وروسته یې خپل فعالیت رسما پیل کړی دی.

د نوموړي په خبره، د فعالیت له پیلېدو سره سم یې ۶۰ تنو ته په مستقیم او ۳۰۰تنو ته په غیري مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې.

د بغلان بورې فابریکه په هرو ۲۴ساعتونو کې ۷۰۰ څخه ۸۰۰ ټنو پورې تولید لري.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له لوري ګڼې لویې فابریکې بیرته رغول شوې، چې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال تخریب شوې وې.

تړلي موضوعات