ټرمپ اوکرایین سره د امریکا هر ډول پوځي مرستې وځنډولې

ټرمپ اوکرایین سره د امریکا هر ډول پوځي مرستې وځنډولې نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اوکرایین سره د امریکا د هر ډول پوځي مرستو د ځنډولو خبر ورکړ.

ویل کېږي دغو مرستو کې هغه وسلې چې د انتقال په حال کې وې او هغه وسلې، چې اوکرایین کې موجودې وې شاملي دي.

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې دغه مرستې به تر هغې ځنډېدلې وي، چې د اوکرایین ولسمشر سولې ته حسن نیت وښيي.

دغه ځنډ له ټرمپ سره د زیلنسکي له جنجالي لیدنې څو ورځې وروسته وضع شوی دی.

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ کې تر جنجالي جلسې وروسته ویلي، زیلنسکي امریکا ته هغه وخت بیا راتلای شي، چې سولې ته چمتووالی وښيي، خو زیلنسکي امریکا ته تر تګ وروسته د مرستو د جلب لپاره اروپا ته تللی.

 د یادونې ده، تېره اونۍ ټرمپ سره د زیلنسکي لیدنه په لفظي شخړه واوښته، چې نړۍ کې یې پراخ انعکاس پيدا کړ.

تړلي موضوعات