مصر د غزې بیارغونې پلان د بشپړېدو اعلان وکړ
د مصر بهرنیو چارو وزیر پرون یکشنبه ویلي، چې هېواد یې د غزې بیارغونې پلان بشپړ کړی دی او ممکن د مارچ په څلورمه به د عربي هېوادونو بېړنۍ غونډې ته وړاندې شي.
فرانس ۲۴ خبري اژانس د مصر بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي له قوله د یاد پلان د بشپړېدو خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، چې دا د کار یې د امریکا د هغه وړاندیز په ځواب کې کړی چې عربي هېوادونو لخوا په کلکه رد شو.
اژانس وايي، د دغه پلان ترتیب پرته له دې د غزې نفوس بې ځایه شي پلې به شي.
د مصر بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی، چې د غزې بیا رغونې پلان به نه یوازې د مصر او عرب هېوادونو وي بلکې د بریالي تطبیق او ډاډ تر لاسه کولو وروسته به نړیوال ملاتړ او تمویل هم تر لاسه کړي څو په ښه توګه پلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ څه موده وړاندې د غزې نیولو لپاره څو ځله پرته له دې چې کوم سند ولري د فلسطیني چارواکو له قوله ادعا وکړه چې د دوی په غوښتنه د غزې بیارغونه کوي او اړتیا ده چې د غزې خلک نورو هېوادونو ته کډوال شي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلو په غزې تړانګه شاوخوا ۱۵ میاشتو کې سختې بمبارۍ ترسره کړې چې له امله یې د غزې ۹۰ سلنه ودانۍ ویجاړې او سلګونه زره خلک له سر پناه پرته ژوند کوي.