د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا غونډه شوې
ازبکستان ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوي تر سفر وروسته دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ناسته کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه ناسته د ترمذ ښار په سوداګریز متجمع کې د دواړ هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو په شتون کې شوې.
دې ناسته کې دواړو لوریو حیرتان بندر ښارګوټي کې د سوداګریزې او اقتصادي متجمع جوړولو، د خوراکي توکو پروسس او تولید، د مرغانو فارمونو، د درمل جوړولو صنایع، سیمنټو تولید، ساختماني توکو، باغدارۍ، د پستو بڼونو ودې، بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د میوو او سبزیجاتو پروسس پروژو په اړه خبرې اترې شوې دي.
ترمذ ښار کې د سیمه ییزو نندارتونونو جوړول، دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو خونو جوړول، د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو صدور کې د اسانتیاوې برابرول او د سوداګرو ستونزو ته رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې رامنځته کول د دغې ناستې نور مهم موضوعات دي
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د افغانستان یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره له ازبکستاني چارواکو سره هوکړې ته ورسېدل.