تیره اونۍ کې څه کم ۸۷ زره ټنه انتقالات شوي

تیره اونۍ کې څه کم ۸۷ زره ټنه انتقالات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
تیره اونۍ کې څه کم ۸۷ زره ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تیره اونۍ د جدي له اتمې تر ۱۴ مې نیټې د اوسپنې پټلیو له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ میټریک ټنه انتقالات تر سره شوي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۶۱ زره ۱۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵ زره ۱۸۹ ټنه اود تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۶۵۴ میټریک ټنه د نفتي او غیر نفتي موادو انتقالات شوي. 

په همدې حال کې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې موده کې د ۴۵۹ میټریک ټنه توکو صادرات او ټرانزیت هم تر سره شوی، چې ډیره برخه یې وچه میوه او کینو جوړوي. 

په ورته مهال د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې هڅه کوي د اوسپنې پټلیو په بندرونو کې لا زیات د سوداګرو لپاره مناسب شرایط رامنځته او اړین سهولتونه چمتو کړي.

تړلي موضوعات