امنیتي منسوبینو یو کس د موټرو د غلا په تور نیولی دی

امنیتي منسوبینو یو کس د موټرو د غلا په تور نیولی دی افغانستان
امنیتي منسوبینو یو کس د موټرو د غلا په تور نیولی دی

د پلازمینې کابل امنیه قومنداني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پنځلسمې حوزې امنیتي منسوبینو د دې حوزې په اړوند سیمو کې یو تن د موټرو د غلا په تړاو نیولی دی.

د امنیه قومنداني په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یاد شخص به د کابل ښار په بیلابیلو سیمو کې موټر غلا کول، چې د امنیتي ځواکونو له پرلپسې هڅو او تعقیب وروسته له دوه عراده موټرو سره یو ځای نیول شوی دی.

په ورته مهال امنیه قومنداني زیاته کړې، چې د تورن کس قضیه به د لا نورو اجراتو په موخه اړوند ارګانونو ته وسپارل شي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو په کابل ښار او د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مجریمینو په وړاندې عملیات قاطع او ګړندي کړي، چې په ترڅ کې یې په سلګونو د جنایي جرمونو مجریمین نیول شوي دي.

تړلي موضوعات