د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال: د امربالمعروف وزارت د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده؛ موږ یې لاسته راوړنې ستایوو
د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت د افغانستان امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شيخ محمد خالد حنفي سره په لیدنه کې ويلي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په اېکس پاڼه د نوموړي دې لیدنې په تړاو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې ناسته کې دواړو لوریو د دغه وزارت په لاسته راوړنو په اړه بحث کړی دی.
په ناسته کې ښاغلي بخیت همداراز د یاد وزارت کړنې او لاسته راوړنې ستايلې او ډاډ یې ورکړی چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره بشپړه همکاري کوي.
په همدې مهال د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر ویلي، چې دغه وزارت د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی او د ټولنې معنوي اړخونو پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.
یاده دې وي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت رامنځته شو، چې تر دې دمه یې ټولنه کې د ګڼو منکراتو، ناوړه رواجونو او بدو روایتو مخه نیولې ده او نېکو اعمالو ته یې خلک بللي دي.