غزه کې د اوربند دوهم پړاو خبرې خامخا پیلېږي

غزه کې د اوربند دوهم پړاو خبرې خامخا پیلېږي نړۍ
منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړی استازی

الجزیرې ټلوېزیون منځني ختیځ کې د امریکا ځانګړي استازي سټیفن ویټکوف له قوله ویلي، چې نوموړی غزه کې د اوربند دوهم پړاو د خبرو لپاره نېټه ټاکي او سټیفن باوري دی، چې دوهم پړاو خبرو پیلېدل حتمي دي.

دغه امریکايي سوداګر چې د ټرمپ له لوري منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی ویلي، پرون یې له نتنیاهو، د قطر لومړي وزیر ال ثاني او د مصر استخباراتو مشر حسن رشاد سره د اوربند دوهم پړاو د ټینګېدو په اړه ټیلفوني خبرې کړې او په خبره یې، دغه تماسونه خورا رغنده و.

سټیفن د اوربند دویم پړاو ټول جزیات نه دي په ډاګه کړي خو ویلي دي، چې پدې پړاو کې به له حماس جهادي غورځنګ د پاتې بندیانو خوشې کول او له غزې د صهیونیستي پوځيانو وتلو سربېره د دایمي اوربند لپاره شرایط برابر شي.

په ورته مهال ټاس خبري اژانس غزه کې د اوربند په تړاو د نتنیاهو د دفتر په حواله وایي، چې نتنیاهو ویټکوف سره په همغږۍ خپل مذاکراتي ټیم ته لارښوونه کړې چې له حماس سره د اوربند خبرو اترو لپاره د مصر مرکز قاهرې ته ولاړ شي.

غزه کې د اسرائیلو او حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د اوربند لومړی پړاو، چې د تېرې جنوري میاشتې په ۱۹ مه پیل شو ښکېلو خواوو پر ۴۲ ورځو اوربند هوکړه کړې چې له مخې یې تر دمه پکې د بندیانو شپږ تبادلې ترسره شوې.

تړلي موضوعات