امریکا کې ویجاړونکي سېلابونه؛ د دروند مالي زیان تر څنګ ۱۰ تنه مړه دي

امریکا کې ویجاړونکي سېلابونه؛ د دروند مالي زیان تر څنګ ۱۰ تنه مړه دي نړۍ
امریکا راوتلي سېلابونه

د امریکا یو شمېر ایالتونو کې ویجاړونکي سېلابونو ۱۰ کسان مړه کړي او دروند مالي زیان یې اړولی دی. 

سي اېن اېن امریکایي ټلوېزیون وایي، کنتاکي، ویرجینیا او تنسي ایالتونو کې سختو سېلابونو ویجاړۍ را منځ ته کړې او ژغورونکي هڅه کوي چې په سېلابونو کې بند پاتې خلک له مړینې وژغوري. 

سرچینه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ژغورونکو ۱۰۰۰ ژغورنې ترسره کړي دي.

سرچینه وایي، له یادو ایالتونو داسې انځورونه ترلاسه شوي چې ګڼ کورونه، موټر او ونې سېلابونو کې غرق ښکاري.

 د اېن بي سي نیوز په کنتاکي ایالت کې د سرچینو په حواله ویلي، چې ممکن په دغه ایالت کې د وژنې ګراف لوړ شي.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکن مرګ ژوبله زیاته شي او له خلکو یې غوښتي چې امن سیمو ته ځانونه وباسي.

 دا په تېرو څو اونیو کې دا څویم طبیعي افت دی چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ امریکایانو ته دروند مالي زیان اړوي.

تړلي موضوعات