مالي هېواد کې د کان نړېدو پېښه کې نږدې ۵۰ کسان وژل شوي
ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی، چې مالي هېواد لویدیځ کې د کان نړېدو له امله تر دې دمه ۴۸ کسان وژل شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، پېښه وړمه ورځ د دغه هېواد په کینیبا سیمې اړوند د سرو زرو په یوه کان کې داسې مهال را منځته شوې چې خلکو غوښتل په همدې کان کې سره زر ومومي.
سرچینه وایي، د پېښې قربانیان ډېری ښځې دي او ژغورونکی ټیم لا هم په کان کې د نورو مړو په لټه کې دی.
ورځپاڼه د خپلو سرچینو په حواله زیاتوي، کان په هغه ځای کې ښوېدلی چې چینایانو پکې تر دې دمخه کار کړی و.
د یادونې ده، چې مالي د نړۍ په کچه د سرو زرو له سترو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي او په دې هېواد کې د کان کیندنې ډېرې چارې غیري قانوني دي، چې له امله یې ګڼې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.