د جهادي ارزښتونو د ساتنې ریاست موزیم، آرشیف او کتابتون پرانېستل شول
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې نن د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د سمعي او بصري چارو ریاست کې د دې رياست د موزیم، آرشیف او کتابتون د چارو پرانېستې مراسم ترسره شول.
په دې اړه مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د وزارت مسؤلین په پوره عزم او اراده هڅه کوي، ترڅو د شهیدانو سوانح، د هغوی قربانۍ او د تېرو شلو کلونو جهاد او د روسانو او انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو د مبارزې تاریخ راټول کړي.
ښاغلي وزیر زیاته کړې: (( چې د شهیدانو یاد ژوندی ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی او په سوانحو لیکلو کې باید صداقت او امانتداري په پام کې ونیول شي، حقايق بايد په هغه بڼه وليکل شي، په کوم ډول چې رامنځته شوي، تر څو د شهیدانو وینو سره خیانت ونه شي. ))
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اسلامي امارت رهبري په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.
بلخوا دې مراسمو کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبيح الله نوراني د مجاهدینو د سوانحو او د جهادي تاریخ په راټولولو ټینګار تر څنګ ویلي، چې ولايتونو کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې امريتونه او مديريتونه جوړ شوي دي، چې مجاهدینو همکاري ورسره اړینه ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري یاد عمومي ریاست تازه رامنځته شوی، تر څو د افغانستان د جهادونو، مجاهدینو او یرغلونو پر وړاندې د مبارزو تاریخ راټول کړي او راتلونکو نسلونو ته یې د یوې تاریخي مېړانې په توګه په مېراث پرېږدي.