اروپا به د اوکرايین سولې خبرو کې شتون ونه لري
اوکرایين کې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي تېره ورځ د مونیخ نړېوال امنیتي کنفرانس کې ویلي، اروپا به د اوکرايین سولې خبرو کې رول ونه لري.
نړېوالو رسنیو خبر ورکړی، چې نږدې راتلونکي کې به د امریکایي چارواکو په شتون کې د اوکرایين د سولې خبرې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې پیل شي.
د امریکا کانګرس استازي مایکل مک کال رویټرز ته ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملي امنیت سلاکار او منځنۍ اسیا کې د سپينې ماڼۍ ځانګړی استازی به ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي.
په ورته مهال اروپایي هېوادونو د سولې خبرو کې د ګډون لپاره بېړنۍ غونډه رابولي.
د المان لومړي وزیر ویلي، اوکرایين کې تپل شوې سوله به ونه مني.
د یادونې وړ ده، چې امریکايي ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدو سره سم ویلي، چې د اوکرایین او روسیې روانه جګړه به پای ته ورسوي او په دې اړه یې هڅې پیل کړې، چې تازه اقدام کې یې تېره اونۍ د روسیې ولسمشر سره اوږدې ټلیفوني خبرې کړې وې.