د بندیانو تبادله؛ درې اسرائیلیان او ۳۶۹ فلسطینیان تبادله کېږي

د بندیانو تبادله؛ درې اسرائیلیان او ۳۶۹ فلسطینیان تبادله کېږي نړۍ
انځور ارشیف

د حماس جهادي غورځنګ خبر ورکړی، چې نن شنبه به د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې درې اسرائیلیان له بنده خوشي شي.

الجزیرې ټلوېزیون د حماس جهادي غورځنګ د القسام ویاند ابوعبیده له قوله خبر ورکړی، چې حماس اوربند ته ژمن دی او نن شنبه به د یرغملو تبادله ترسره کړي.

ابو عبیده ویلي، دوی پرېکړه کړې صهیونیستي بندیان ساشا الکساندر تروبنوف، ساګي ډیکل هان او یایر هارن خوشې کړي.

تر دې وړاندې حماس خبرداری ورکړی و، چې غزه کې د اسرائیلو له لوري د اوربند نقص له کبله د بندیانو تبادله ځنډوي.

خو تازه اسرائیلو د بندیانو ځنډېدو له کبله د حماس شرطونه منلي او اوربند هوکړې بشپړې عملي کېدو ته یې ژمنتیا ښودلې.

د یادونې ده، چې حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له پیله د ۲۱ اسرائیلیانو په بدل کې ۵۶۶فلسطینیان خلاص شوي دي.

تړلي موضوعات