د اوربند لومړي پړاو پای؛ ۳ اسرائیلیان او ۱۸۳ فلسطینیان تبادله کېږي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، نن شنبه د اوربند د لومړي پړاو وروستۍ ورځ ده او دې سره به درې نور اسرائیلي زندانېان د حماس له لوري خوشې شي.
یاد اژانس وایي، د دغو بندیانو له ډلې دوه تنه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې طوفان الاقصی عملیاتو کې د حماس جهادي غورځنګ له لوري نیول شوي دي.
راپورونو کې ویل شوي، چې په دغه پنځمه تبادله کې به ۱۸۳ فلسطینیان هم خلاص شي چې له ډلې یې ۱۸ تنه هغه بندیان دي چې په عمري بند محکوم وو.
د دغو بندیانو تبادلې سره د اوربند او بندیانو تبادلې لومړی پړاو پای ته رسېږي او د دویم پړاو خبرې روانې دي.
د اوربند دویم پړاو کې د پاتې بندیانو تبادله او له غزې په بشپړ ډول د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو وتل شامل دي.