امریکا نړېوالو مجرمینو ته برائت ورکوي؛ ټرمپ پر نړېوالې محکمې بندیزونه لګولي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان له مخې د جرمونو پر نړېوالې محکمې د امریکا او اسرائیلو پر ضد د اقداماتو له کبله اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ په خپل فرمان کې پر نړېوالي محکمې د اقتصادي بندیزونو سربېره د یادې محکمې د چارواکو او د هغوی د کورنیو د غړو شتمني هم کنګل او پر سفرونه یې بندیز لګولی دی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې د جرمونو پر نړېوالې محکمې بندیز لګولی، چې یادې محکمې د تېر کال نومبر میاشت کې غزه کې د بشري جنایت ترسره کولو له کبله د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواف ګالانټ د نیولو حکم صادر کړ.
خو د ترمپ دغه کړنه د بخښنې نړېوال سازمان سرمنشي غندلې او ویلي یې دي، دا فرمان داسې ښيي چې اسرائیل تر قانون هم پورته دی.
بخښنې نړېوال سازمان په دې اړه اندېښنه ښودلې او دایې د نړېوال عدالت د کمزوري کولو په معنا بللې.
ټرمپ پر داسې مهال اسرائیلو ته له جنګي جنایتونو برائت ورکوي، چې اسرائیلو غزه کې داسې بشري جنایتونه وکړل، چې تاریخ کې به د ټول عمر لپاره د یو تور داغ په څېر پاتې شي.