د یوناما اندېښنې بې ځایه دي؛ بیا دې له داسې بې ځایه نیوکو ډډه وکړي
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د بیان ازادي او د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنې رد او هغه یې بې ځایه او د اسلامي اصولو خلاف بللې دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وینا ازادي او د ښځو اساسي حقونو په اړه د یوناما نیوکه او اندېښنې د اسلامي، دیني او ټولنیزو ارزښتونو خلاف او له حقیقت لرې بللې دي.
خبرپاڼه کې له یوناما غوښتل شوي، له بې ځایه او غیري حقیقي نیوکو دې ډډه وکړي.
دې وزارت ټینګار کړی، چې یوناما د مهر، میراث، نفقې او له اجباري نکاح څخه مخنیوي چې د ښځو اساسي حقونه دي د یاد وزارت لاسته راوړنې له پامه غورځولې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت په ځانګړي ډول امربالمعروف وزارت په ښځو نه یوازې دا چې کوم محدودیت نه دې لګولی بلکې د دیني اصولو، افغاني ارزښتونو او ټولنې حساسیتونو په پام کې نیولو سره یې د هغوی حقوق خوندي کړي دي.