اسرائیلي اشغالګر له نتساریم پوځي کرښې څخه په شا شوي او د غزې ولس شمال ته بیا ور ګرځېدلی

اسرائیلي اشغالګر له نتساریم پوځي کرښې څخه په شا شوي او د غزې ولس شمال ته بیا ور ګرځېدلی نړۍ

د ۱۵ میاشتو جګړو، ټولوژنو او وحشتونو سربېره اسرائيلي اشغالګر د نتساريم پوځي کرښې پرېښودو ته مجبور شول او د غزې ولس بېرته د غزې شمال لوري ته ور وګرځېد.

الجزيرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې زرګونه فلسطينيان نن سهار د غزې شمال کې بېرته خپلو پلرنیو مېنو ته ور وګرځېدل.

نتساريم هغه پوځي لیکه وه چې اسرائيلو د ۲۰۲۳ کال اکتوبر په ۲۷مه نېټه د غزې د شمال او جنوب لوریو د جلا کولو لپاره رامنځته کړې وه او نه يې پرېښودل شمال لوري ته څوک ور وګرځي.

د اسرائيلي غاصب رژيم د جنرالانو په نامه په يوه پلان کار کاوه چې له مخې به يې د غزې شمال د تل لپاره اشغال او هلته به بيا فلسطينيانو ته د ورتګ اجازه ور نه کړي خو د جهادي مقاومت ډلو د بې سارې قربانيو او د غزې ولس د استقامت له امله د دوی دا پلان شنډ شو.

د نتساريم څخه په شا کېدلو په اسرائيلو کې پراخ غبرګونونه را پارولي؛ د اسرائيلو د ملي امنيت پخواني وزير بن ګفير دا د اسرائيلي پوځ ماته او د حماس جهادي غورځنګ بری بللی دی.

د فلسطين جهادي ډلو هم ويلي، چې د غزې شمال ته د ولس بيا ورتګ د دښمن پلانونه شنډ او د هغوی خوب یې تس نس کړو چې د خپلې خاورې څخه زموږ د ولس د شړلو په لټه کې وو.

د یادونې وړ ده، چې د فلسطين او اسرائيلي غاصب رژيم د جګړې په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې فلسطينيان د اسرائيلو لخوا نيول شوی يو ځای ته بېرته راګرځي او اسرائيلي اشغالګر شاتګ کوي.

تړلي موضوعات