غزه کې اوربند؛ د ۴ اسرائیلیانو بدل کې ۲۰۰ فلسطینیان ازادېږي

غزه کې اوربند؛ د ۴ اسرائیلیانو بدل کې ۲۰۰ فلسطینیان ازادېږي نړۍ
غزه کې د اوربند دویمه اونۍ

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې غزه کې د حماس جهادي غورځنګ او اشغالګرو اسرائیلو ترمنځ د اوربند دویمه اونۍ کې نن شنبه د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي.

 

د رویټرز د خبر له مخې دې تبادله کې به د څلور ښځينه اسرائیلي بندیانو په بدل کې د اسرائیلو له زندانونو ۲۰۰ فلسطینیان خلاص شي.

 

بلخوا د حماس رسنیو دفتر ویلي، د خوشي کېدونکو ۲۰۰ بندیانو له ډلې یې ۱۲۰ تنه هغه بندیان شامل دي چې په عمري بند او ۸۰ نور یې په اوږده بند محکوم شوي دي.

 

غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ هم د دواړو لوریو ترمنځ د درېیو اسرائیلي ښځو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشي شول.

 

د یادونې ده، د غزې تړانګه کې د اوربند لومړینو ۶ اونیو په لومړي پړاو کې اسرائیلو هوکړه کړې، چې د هرې خوشې کېدونکې اسرائیلۍ ښځينه سرتېرې په بدل کې به ۵۰ فلسطیني بندیان خوشي کوي.

 

غزه کې له ۱۵ میاشتو سختو جګړو وروسته د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ په درېیو پړاوونو کې اوربند وشو، چې له مخې به د دواړو لوریو ترمنځ سلګونه بندیان تبادله شي.

تړلي موضوعات