غزه کې اعلان شوی اوربند رسماً پيل شو

غزه کې اعلان شوی اوربند رسماً پيل شو نړۍ
غزه کې د اوربند لومړۍ ورځ

د الجزیرې ټلوېزیون د خبر له مخې، چې غزه کې نن یکشنبه په سیمه ییز وخت د سهار شاوخوا ۸:۳۰ اوربند پیل شو

 

تر دې وړاندې رویټرز ویلي و چې د غزې اوربند لومړی پړاو چې ۶ اونۍ به دوام وکړي د شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو په بدل کې د ۹۸ بندي اسرائیلیانو له ډلې ۳۳ خوشي شي.

 

ها خوا د غزې د رسنیو مرکز هم خبر ورکړی، چې د غزې شمال جبالیه کمپ ته له کلابندۍ او ویجاړۍ وروسته بیرته د خلکو ورستنېدل پیل شوي.

 

ټاکل شوې د غزې اوربند په درېیو پړاونو کې عملي شي.

تړلي موضوعات