غزه د اوربند په څو قدمي کې؛ د اوربند خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې غزه کې د اوربند ټینګښت لپاره له څو ساعتونو خبرو وروسته دواړه لوري وروستي پړاو ته نږدې شوي دي.
یاد اژانس د قطر، مصر، امریکا او غزه کې د ښکېلو اړخونو چارواکو له قوله ویلي، چې د اوربند ټینګښت او یرغمل شویو د خوشي کېدو خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې او ژر به یې هوکړه وروستۍ شي.
په ورته مهال د حماس جهادي غورځنګ یو مخکښ چارواکي رویټرز ته ویلي، چې موږ تر اوسه د اوربند مسودې ته رسمي ځواب نه دی ویلی په خبره یې، دوی له غزې څخه د اشغالګر ځواکونو د وتلو په اړه د اسرائیلو لار نقشې ته په تمه دي.
ویل کېږي چې د هوکړې په لومړۍ مرحله کې به حماس جهادي غورځنګ ۳۳ اسرائیلي یرغمل خوشي کړي او په بدل کې به یې اسرائیل په ۶۰ ورځو کې زر تنه فلسطینیان خوشي کوي.